
واشنګټن۔23 برېل (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ به د 13 مئي نه 16 مئي د سعودي عرب٬ قطر او د متحده عرب امارات دوره كوي۔ د اے ايف پي تر مخه د سپېنې ماڼې پرېس سېكرټري كيرولين لياوټ تېره ورځ خبريالانو ته د صدر ټرمپ د مينځني ختيز دورې په اړه ووئېل د دې نه وراندې عرب نيوز تېره مياشت خبر وركړے ؤ جې صدر ټرمپ په دويم ځل د ټاكلے كېدو نه پس د خبلې وړمبۍ غېر ملكې دورې لپاره په مئي كښې سعودي عرب ته د تللو چمتوالے نيسي۔واضحه دې وي د امرېكې صدر وئېلي وو زه به په ممكنه توګه خپله وړومبۍ غېر ملكي دوره سعودي عرب ته كوم۔ هغه په 6 مارچ كښې دا خبره كړې وه ۔ ټرمپ ووئېل ما پخپل وړومبي دور كښې هم وړومبۍ دوره په 2017 كښې د سعودي عرب د رياض ښار كړې وه۔