نوے ډيلے۔23 اپرېل (اے پي پي) د هند په ګجرات ايالت كښې يوه تربيتي الوتكه د استوګنې په سيمه كښې رانسكوره شوه۔ د هندوستان ټائمز راپور تر مخه د ګجرات اولسوالۍ كښې تېره ورځ د پیښې ښار ړنكه شوې الوتكه د يوې پرائيوېټ ايوي اېشن اكېډمۍ وه۔ د پرېس ټرسټ آف انډيا تر مخه دا الوتكه وړومبے د يوې اونې سره ټكر شوه او بيا په خالي پلاټ كښې پرېوتله چې بيا پرې اور بل شو۔ د اولسوالۍ د پوليس سپرنټنډنټ سنجے كهرت ووئېل دې الوتكې د امرېلې ټاون به ګريا روډ سيمه كښې كرېش لېنډنګ وكړو ۔ هغه ووئېل دې الوتكې د امرېلي هوائي مېدان نه الوت كړے ؤ او دا خپل ټريني پائلټ يوازې الوځوله ٬ چې كله د شاستري نګر سره رانسكوره شوه نو اور پرې بل شو۔ هغه ووئېل د پیښې پلټنې پېل شوي بل پلو فائر آفيسر ايس سي ګادهوي ووئېل چې كله الوتكه پرېوتله نو د اور مړ كولو څلور ډلې ورورسېدې چا چې اور مړ كړو۔ هغه ووئېل د استوګنې په سيمه د پرېوتلو باوجود د پائلټ نه علاوه كوم بل چاته زيان نه دې رسېدلے۔