رياض۔21 اپرېل (اے پي پي) د سعودي روغتيا وزارت كمېټۍ وئېلي دي د وګړو اوسط عمر 8۔78 كاله ته ورسېد ۔ سبق وېب پاڼې د روغتيا كمېټۍ بيان تر مخه ووئېل د 2024 سروے د نتيجو نه دا خبره رامخې ته شوه چې په مملكت كښې د وګړو اوسط عمر په زياتېدو 8۔78 ته ورسېدو۔ په 2016 كښې د اوسط عمر شرح 74 كاله وه۔ هغوي د دې پرمختګ نتيجه …
په سعودي عرب كښې اوسط عمر 8۔78 ته ورسېد

مزید خبریں
رياض۔21 اپرېل (اے پي پي) د سعودي روغتيا وزارت كمېټۍ وئېلي دي د وګړو اوسط عمر 8۔78 كاله ته ورسېد ۔ سبق وېب پاڼې د روغتيا كمېټۍ بيان تر مخه ووئېل د 2024 سروے د نتيجو نه دا خبره رامخې ته شوه چې په مملكت كښې د وګړو اوسط عمر په زياتېدو 8۔78 ته ورسېدو۔ په 2016 كښې د اوسط عمر شرح 74 كاله وه۔ هغوي د دې پرمختګ نتيجه هغه اقدامات ګرځولي كوم چې د سعودي ويژن 2030 اهداف سر كولو لپاره د پروكړامونو برخه دي۔ د روغتيا كمېټۍ ووئېل دا بېشرفت د كوټلو روغتيا پاليسېو د نفاذ نيغ په نيغه نتيجه ده چې پكښې په ټولو بالېسيو كښې د روغتيا تصور وده ٬ په خوراك كښې د زيان رسوونكو څيزونو مقدار كمول او د رنځونو په وخت تشخيص شامل دے۔











