عمان۔21اپریل (اے پي پي ) د عراق صدر عبداللطیف رشید د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ ثاني ته بغداد كښې په 17 مئي كېدونكې د عرب لیګ سر مشريزه غونډه كښې د ګډون بلنه وركړې ده ۔ د اردو نیوز تر مخه د اردن فرمانروا څخه د عراق نائب وزیراعظم او خارجه وزیر فواد حسین عمان كښې ملاقات وكړو او بلنه يې وركړه ۔ د اردن فرمانروا ملاقات كښې د اوسني …
د عراق صدر د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ ثاني ته بغداد كښې په 17 مئي كېدونكې د عرب لیګ سر مشريزه غونډه كښې د ګدون بلنه وركړه

مزید خبریں
عمان۔21اپریل (اے پي پي ) د عراق صدر عبداللطیف رشید د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ ثاني ته بغداد كښې په 17 مئي كېدونكې د عرب لیګ سر مشريزه غونډه كښې د ګډون بلنه وركړې ده ۔ د اردو نیوز تر مخه د اردن فرمانروا څخه د عراق نائب وزیراعظم او خارجه وزیر فواد حسین عمان كښې ملاقات وكړو او بلنه يې وركړه ۔ د اردن فرمانروا ملاقات كښې د اوسني سيمه ايز صورتحال په پس منظر كښې عرب يووالي او عرب مقاصد مرستې لپاره د مشترکه هلو ځلو اهمیت رامخې ته كړو۔ ده د عرب سر مشريزې غونډې کامیابۍ له د اردن خواهش هم څرګند كړو۔ ملاقات كښې د اردن نائب وزیراعظم او خارجه وزیر ایمن الصفدي هم موجود ؤ ۔د دې نه وراندې د ایمن الصفدي اردن ته په رسېدو د عراق نائب وزیراعظم او خارجه وزیر هر كلے وكړو۔ د اردن اوعراق وزيرانو د دواړو هېوادونو اړيكو زياتولو او د منطقې په اوسني صورتحال هم خبرې وكړې ۔ دواړو وزيرانو عرب نړۍ ته د پیښو چیلنجونو مخ نيوي ، سيمه ايز استحکام او ترقۍ ته ودې لپاره د شريكو هلو ځلو زياتولو او د مرستې قوي كولو په اهمیت هم زور راوړو ۔











