د روس بالا ايوان د ايران سره د شراكتدارۍ لوظ نامې توثيق وكړو

ماسكو 17 اپرېل (اے پي پي)د روس بالا ايوان د ايران سره د شراكتدارۍ لوظ نامې توثيق كړے۔ تاس له مخې د روسي پارليمان بالا ايوان فيډرېشن كونسل د ايران څخه د پوځي اهميت شراكتدارۍ لوظ نامې توثيق وكړو ۔صدر ولاديمير پيوټن جنورۍ كښې خپل ايراني هم څنګ مسعود پیزشکیان سره د 20 كاله تزويراتي شراكتدارۍ په لوظ نامه لاس ليك كړے ؤ ۔د بالا ايوان توثيق مطلب دا دے چې لوظ نامه اوس نافذالعمل ده۔