ملګري ملتونه۔ 16 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر دفتر په لبنان كښې د وګړو په تحفظ د اندېښنې څرګندونه كړې ده ۔ ده ووئېل د جنګ بندۍ نه پس د اسرائيل د پوځي كاروائيو په نتيجه كښې د وګړو مرګونه پرله پسې زياتېږي ۔ د راټئرز تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د هائي كمشنر وياند ثمين الخيطان نن په …
په سوئېلي لبنان كښې د اسرائيل فضائي بريد ٬ د ملګرو ملتونو د وګړو په نخښه كولو د اندېښنې څرګندونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 16 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر دفتر په لبنان كښې د وګړو په تحفظ د اندېښنې څرګندونه كړې ده ۔ ده ووئېل د جنګ بندۍ نه پس د اسرائيل د پوځي كاروائيو په نتيجه كښې د وګړو مرګونه پرله پسې زياتېږي ۔ د راټئرز تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لپاره د هائي كمشنر وياند ثمين الخيطان نن په جنيوا كښې خبريالانو ته ووئېل په لبنان كښې د اسرائيل پوځي كاروائيو كښې د وګړو د مرګونو او ژوبل كېدو سره د ودانۍ او انفراسټركچر د ړنګولو لړۍ روانه ده چې ورسره د وګړو د تحفظ په اړه اندېښنې زياتېږي ۔ ده ووئېل د جنګ بندۍ عملي كېدو نه پس لبنان كښې د اسرائيل پوځ د لاسه د لږ نه لږ 71 وګړي وژلے شوي۔ په حق رسېدليو كښې 14 مېرمنې او 9 كوچنيان شامل دي۔ د زكر وړ ده چې په 27 نومبر 2024 د امرېكې او فرانس په مشرۍ كشې د اسرائيل او لبنان تر مينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې نه پس اسرائيلي پوځ د حزب الله ژالو په نخښه كولو ادعا كولو سره په لبنان كښې په بېلو ځايونو چهاپې وهلې دي۔











