بغداد۔16 اپرېل (اے پي پي) د عراق په نجف ښار كښې د جاكړ راتللو سره 250 كسان د ساه بندۍ سره مخ شوي۔ د السومريه نيوز تر مخه د جاكړ د لاسه د سترګو نظر هم متاثره شو او د ورځې لكه د شپې تياره شوه۔ د نجف د روغتيا محكمې وياند ماهر العبودي ووئېل د جاكړ د لاسه د ټرافيك ګڼې پیښې رامخې ته شوي او د ساه بندۍ …
عراق٬ نجف كښې د جاكړ د لاسه 250 كسان د ساه بندۍ ښكار شول

مزید خبریں
بغداد۔16 اپرېل (اے پي پي) د عراق په نجف ښار كښې د جاكړ راتللو سره 250 كسان د ساه بندۍ سره مخ شوي۔ د السومريه نيوز تر مخه د جاكړ د لاسه د سترګو نظر هم متاثره شو او د ورځې لكه د شپې تياره شوه۔ د نجف د روغتيا محكمې وياند ماهر العبودي ووئېل د جاكړ د لاسه د ټرافيك ګڼې پیښې رامخې ته شوي او د ساه بندۍ ښكار كسان نزدې روغتونونو ته منتقل كړے شوي۔ دغسې د عراق د موسميات محكمې وئېلي دي د جاكړ د لاسه د نجف نه علاوه د هېواد سوئېلې او مينځنۍ سيمې هم ځپلې شوي ۔ محكمې وئېلي دي د جاكړ د لاسه حد نګاه تر يو كلو ميټر پاتې شوه د كومې په سبب چې په مرستيالو ادارو كښې بېړنے حالت نافذ كړے شو۔ محكمې وئېلي دي امكان دے چې نن هم په نجف كښې جاكړ راشي او ګردوغبار وي۔











