اروپائي ائتلاف د فلسطین اتھارټي لپاره د يو ارب 60 کروړه یورو د مرستې پیکج اعلان كړو

برسلز ۔15اپریل (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف فلسطین لپاره د يو ارب 60 کروړه یورو نوے درې كلنه د مرستی پیکج اعلان کړے دے ۔ د العربیه ترمخه د اروپائي ائتلاف د خارجه پالیسۍ مشر کایا کالس په ویب پاڼه يو پوسټ كښې وليكل مونږ د فلسطین اولس قوي كوو ، تر 2027 به 1.6 بلین یورو د لويدېزې غاړې او غزہ پټۍ مرستې لپاره وركوو ۔ د العربیه …

برسلز ۔15اپریل (اے پي پي) د اروپائي ائتلاف فلسطین لپاره د يو ارب 60 کروړه یورو نوے درې كلنه د مرستی پیکج اعلان کړے دے ۔ د العربیه ترمخه د اروپائي ائتلاف د خارجه پالیسۍ مشر کایا کالس په ویب پاڼه يو پوسټ كښې وليكل مونږ د فلسطین اولس قوي كوو ، تر 2027 به 1.6 بلین یورو د لويدېزې غاړې او غزہ پټۍ مرستې لپاره وركوو ۔ د العربیه تر مخه د فلسطین وزیراعظم محمد مصطفیٰ د اروپا دورې په مهال لکسمبرګ ته ورسېد چرته چې هغه د ارویائي ائتلاف په غونډه كښې ګډون وكړو ، هغه د اروپائي ائتلاف سره د وړومبو سیاسي خبرو اترو غونډه كښې د فلسطین پلاوي مشري كوي ۔ د بحیرہ روم لپاره د ائتلاف کمشنر ډوبراوکا سوئیکا يوه مركه كښې ووئېل مالي مرسته د فلسطین اتھارټي د اصلاحات د شرط سره تړلې ده ځكه چې د فلسطین اتھارټي د ناقدانو د اړخه د بدعنوانۍ او بدانتظامۍ تورونو سره مخ ده ۔ ده ووئېل مونږ غواړو چې خپله اصلاح وكړو د اصلاح نه غیر هغوي نه يوازې زمونږ لپاره بلکې اسرائیل سره هم خبرو اترو لپاره به ډېر مضبوط یا د باور وړ نه وي ۔د اروپائي کمشنر دا ریمارکس تېره ورځ لکسمبرګ كښې د وزیراعظم محمد مصطفیٰ بشمول د اروپائي ائتلاف د خارجه وزيرانو او سینئر فلسطینو چارواكو تر مينځه د وړومبو “اعلیٰ كچ سیاسي خبرو ” نه وړاندې رامخې ته شوو ۔

مزید خبریں