د بلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر غزاله ګولا په مستونګ كښې د پوليس په وېن بمي چاٶدنه وغندله

کوئټه 15 اپريل (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر غزاله ګولا په مستونګ كښې د پوليس په وېن د بمي چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر د بزدلانه بريدونو د لارې بايد د صوبې امن ګډ وډ نه كړي ٬اولس او امنيتي ادارې به د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړي۔ خپل بيان كښې غزاله ګولا ووئيل پوليس او امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها …

کوئټه 15 اپريل (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ دوهم سپيكر غزاله ګولا په مستونګ كښې د پوليس په وېن د بمي چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي ترهګر د بزدلانه بريدونو د لارې بايد د صوبې امن ګډ وډ نه كړي ٬اولس او امنيتي ادارې به د ترهګرو ناوړه عزائم خاورې كړي۔ خپل بيان كښې غزاله ګولا ووئيل پوليس او امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې٬ قام خپلو مېړنو ځواكونو ته سلام كوي٬ ډېر زر به د دې لعنت بشپړه خاتمه وشي۔ دې په بمي چاٶدونه كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔