تهران 15 اپرېل (اے پي پي) د ايران او امريکې ترمېنځه د اتومي خبرو اترو دوېم دور به هم د عمان په پايه تخت مسقط كښې كېږي۔ د شنهوا له مخې د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل باغائي ووئيل د مشاورت نه وروستو پرېكړه وشوه چې مسقط به د خبرو د دوېم دور كوربتوب هم كوي چې د خالي په ورځ كېدونكې دي۔ د ياونې وړ ده د خالي په …
د ايران او امريکې ترمېنځه د اتومي خبرو اترو دوېم دور به هم په مسقط كښې كېږي

مزید خبریں
تهران 15 اپرېل (اے پي پي) د ايران او امريکې ترمېنځه د اتومي خبرو اترو دوېم دور به هم د عمان په پايه تخت مسقط كښې كېږي۔ د شنهوا له مخې د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل باغائي ووئيل د مشاورت نه وروستو پرېكړه وشوه چې مسقط به د خبرو د دوېم دور كوربتوب هم كوي چې د خالي په ورځ كېدونكې دي۔ د ياونې وړ ده د خالي په ورځ د مسقط خبرو اترو په وړومبي پراؤ كښې د ايران خارجه وزير سيد عباس عراقچي مېنځني ختيز لپاره د امريکا خاص استازي سټيو وټ کوف سره “بالواسطه” خبرې كړي، چې معاونت ئې د عمان خارجه وزير سيد بدر بن حمد بن حمود البوسيدي كړے٬ په دغه خبرو كښې د ايران اتومي پروګرام او د امريكې د بنديزونو خاتمې پلو پام ګرځولے شوے۔









