بيونس آئرس 15 اپرېل (اے پي پي) د ارجنټائن صدر هاويئر ملئي وئيلي دي اروپا دا مهال د نړيوال قيادت د ادعا نه قاصر ده ٬ د دې نه وروستو په نوې نړيوال نظام كښې به روسيه، امريکا او چين د خپلې مخ ملازې جلا جلا زون جوړوي۔ د تاس له مخئ نيورا رايډيو سره په مركه كښې ده ووئيل د نړيوال نظام نوې تعريف كېږي چې له مخې به …
په نوي نړيوال نظام كښې به روس، امريکا او چين د خپلې مخ ملازې جلا جلا زون جوړوي۔ ارجنټائن

مزید خبریں
بيونس آئرس 15 اپرېل (اے پي پي) د ارجنټائن صدر هاويئر ملئي وئيلي دي اروپا دا مهال د نړيوال قيادت د ادعا نه قاصر ده ٬ د دې نه وروستو په نوې نړيوال نظام كښې به روسيه، امريکا او چين د خپلې مخ ملازې جلا جلا زون جوړوي۔ د تاس له مخئ نيورا رايډيو سره په مركه كښې ده ووئيل د نړيوال نظام نوې تعريف كېږي چې له مخې به ئې اوس واشنګټن د امريکائي براعظمونو، روسيه د يوريشيا او چين به د اسياء د برخې قيادت كوي كوم چې به د روسيه د اغېز لاندې نه وي۔ هاويئر ملئي ووئيل اروپا دا مهال د نړيوال قيادت د ادعا په پوزيشن كښې نه ده٬ دوي پرمختګ او بدلون د اوږدې مودې راهسې پړیښودے ٬ دوي له به خپله غاړه د دې بيانيې نه خلاصولو لپاره ډېرې ستړې كول وي۔ ده ووئيل د لاطيني امريکې هېوادونو له په بنيادي توګه امريكې سره د اتحادي په توګه اړيكې جوړول پكار دي۔ د يادونې وړ ده هاويئر ملئي خپله چوكۍ سنبهالولو نه وروستو د امريكې لس ورځنې دورې كړې ده۔









