روسيه پوځ د يوكرېن ايف 16 الوتكه د غورځولو ادعا وكړه

ماسكو۔14 اپرېل (اے پي پي) روسيه وئېلي دي زمونږ پوځونو د يوكرېن د انتظام لاندې يوه ايف 16 الوتكه غورځولې ده۔ د لوديزو هېوادونو د اړخه يوكرېن له د فورته جنرېشن جنګي الوتكو وركولو نه وروستو دا وړومبۍ پیښه ده چې د روسيه پوځ د ايف 16 ړنګولو ادعا كړې ده۔ د رشيا ټو ډے راپور تر مخه د روسيه د دفاع وزارت د يو معمول بريفنګ كښې ووئېل د …

ماسكو۔14 اپرېل (اے پي پي) روسيه وئېلي دي زمونږ پوځونو د يوكرېن د انتظام لاندې يوه ايف 16 الوتكه غورځولې ده۔ د لوديزو هېوادونو د اړخه يوكرېن له د فورته جنرېشن جنګي الوتكو وركولو نه وروستو دا وړومبۍ پیښه ده چې د روسيه پوځ د ايف 16 ړنګولو ادعا كړې ده۔ د رشيا ټو ډے راپور تر مخه د روسيه د دفاع وزارت د يو معمول بريفنګ كښې ووئېل د يوكرېن يوه ايف 16 الوتكه زمونږ پوځونو ويشتلې ده ۔ د دې نه وړاندې د خالي په ورځ د يوكرېن فضائيه د خپلې يوې ايف 16 الوتكې ته د زيان رسېدو اطلاع وركړې وه۔ د الوتكې د تباه كېدو سبب معلومولو لپاره يو كمېشن جوړ كړے شوے ۔ د يوكرېن صدر ولاديمير زېلنسكې تصديق كړے ؤ چې زمونږ پائېلوټ پاول ايوانوف د ايف 16 جنګې مشن كښې وژلے شوے۔ هغه د دې كاروائې د ځواب وركولو وعده كړې وه د كومې نه چې د دې خبرې اندازه كېږي جې د ايف 16 الوتكې د تباهۍ په شا د روسيه لاس ؤ ۔ د يوكرېن يو سركاري زريعې وئېلي وو د يوكرېن فضائيه ايف 16 الوتكه د روسيه پوځ غورځولې ده۔ په مجموعي توګه د روسيه پوځ په الوتكه درې مېزائل توغولې وو يا خو دغه s.400 د زمكيز نظام ګائيډډ اينټي كرافټ ميزائل وو يا بيا آر 37 وو كوم چې د هوا نه په فضا كښې ويشتونكې ميزائل دي۔

مزید خبریں