ابوظهبي 10 اپرېل (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فېصل نياز ترمذي د ټرېنډز ريسرچ اينډ ايډائزري دوره وكړه كومه چې په امارات كښې يوه خپلواكه تحقيقي اداره ده۔ دغه اداره د سيمي او نړيوالې ترقۍ د جغرافيائي سياسي ٬اقتصادي او سماجي برخو تجزيه كولو سره تحقيق او ايډوازئري وړاندې كولو ته پام لرنه كوي۔ دا اداره په كال 2014 كښې جوړه شوې وه او …
د پاكستان سفير فېصل ترمذي د يو اے اي د تحقيقي ادارې ټرينډز ريسرچ اينډ ايډوائزري دوره وكړه
ابوظهبي 10 اپرېل (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير فېصل نياز ترمذي د ټرېنډز ريسرچ اينډ ايډائزري دوره وكړه كومه چې په امارات كښې يوه خپلواكه تحقيقي اداره ده۔ دغه اداره د سيمي او نړيوالې ترقۍ د جغرافيائي سياسي ٬اقتصادي او سماجي برخو تجزيه كولو سره تحقيق او ايډوازئري وړاندې كولو ته پام لرنه كوي۔ دا اداره په كال 2014 كښې جوړه شوې وه او خپلو تحقيقي مقالو راپورونو ٬ رحجانات او تجزيې ته يې د كتاب د مېلو د لارې رسنې ته پراختيا وركړې ده۔ دا د تعليمي ادارو ٬ صنعتي پوهانو او تحقيقي مركزونو سره د مرستې د لارې بېلو هېوادونو كښې خپلو هلو ځلو ته وده وركوي۔د پاكستان سفير د ادارې د كار ستائنه وكړه او په اړوندو څانګو كښې يې د تحقيق په مېدان كښې ګټوره شراكت داري جوړولو لپاره د پاكستان اړوندو ادارو ستېك هولډرز سره د رابطو جوړولو خوښي ولرله۔ ده ووئېل پاكستان كښې دغسې ادارې تحقيق كوي











