سرینګر ۔9اپریل (اے پي پي) د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د تېرو دوو كالو په مهال د 83 زره زياتو غیر مقامي كسانو ته ډومیسائل سرټیفکیټس جاري كړے شوي ، د دې خبرې اعتراف د شخړيزې سيمې اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال وكړے شو۔ ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه دا انکشاف د پیپلز ډیموکریټک پارټي قانون ساز عبدالوحید پرہ د …
مودي حکومت په 2 كاله كښې 83 زره نه زياتو غیر کشمیریانو ته ډومیسائل سرټیفکیټس جاري كړل
سرینګر ۔9اپریل (اے پي پي) د هند په غیر قانوني تسلط لاندې جموں و کشمیر كښې د تېرو دوو كالو په مهال د 83 زره زياتو غیر مقامي كسانو ته ډومیسائل سرټیفکیټس جاري كړے شوي ، د دې خبرې اعتراف د شخړيزې سيمې اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال وكړے شو۔ ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه دا انکشاف د پیپلز ډیموکریټک پارټي قانون ساز عبدالوحید پرہ د يوې پوښتنې په تحریري ځواب كښې وكړے شو۔ ۔ خو د تجزیه کارو وېنا ده چې د چارواكو د اړخه غیر مقامي كسانو ته د جاري کړو ډومیسائل سرټیفکیټس اصل شمېره په لاکھونو كښې ده ۔یاده دې وي چې د مودی حکومت په اګست 2019 كښې مقبوضه سيمه كښې ډومیسائل قوانین كښې بدلون وكړو ، د كوم واحد مقصد چې غیر کشمیري د هند هندوانو ته د سيمې ډومیسائل سرټیفکیټس جاري کول او هلته د مسلمانانو اکثریت په اقلیت بدلول دي۔











