تهران۔9اپریل (اے پي پي)ایران وئېلي دي امریکا كه په سنیچر سره عمان كښې پېل كېدونكو خبرو اترو كښې د خیرسګالۍ څرګندونه وكړي نو ورسره په جوهري لوظنامه اتفاق راتللے شي ۔د اے ایف پی تر مخه دا خبره د ایران خارجه وزير عباس عراقچي يو بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل د ایران بنیادي مقصد د امریکې بندېزونه ختمول دي ، په 2018 كښې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د …
امریکا كه په خبرو كښې د خیرسګالۍ څرګندونه وكړي نو ډیل كېدے شي ، ایران
تهران۔9اپریل (اے پي پي)ایران وئېلي دي امریکا كه په سنیچر سره عمان كښې پېل كېدونكو خبرو اترو كښې د خیرسګالۍ څرګندونه وكړي نو ورسره په جوهري لوظنامه اتفاق راتللے شي ۔د اے ایف پی تر مخه دا خبره د ایران خارجه وزير عباس عراقچي يو بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل د ایران بنیادي مقصد د امریکې بندېزونه ختمول دي ، په 2018 كښې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه د بندېزونو بيا لګولو څخه زمونږ معیشت ډېرځپلے شوے ۔د ایران وزیر ووئېل مونږ به د خبرو اترو كوم بل شكل قبول نه كړو ، زما په خيال د خبرو اترو طریقه کار ډېر مهم نه دے ، كومه خبره چې واقعي اهمیت لري هغه د خبرو اترو افادیت دے۔ د هغه وېنا وه كه امریکا رضامندي څرګنده كړي نو يو ډیل كېدے شي، اوس بال د هغوي په کورټ كښې دے











