د امرېكې لخوا محصولات كښې په زياتوالي به ځوابي اقدامات كوو۔ چين

بيجنګ۔8 اپرېل (اے پي پي) چين وئېلي دي كه امرېكا پخپلو محصولاتو كښې زياتوالے كوي نو مونږ هم د خپلو حقونو او ګتې لپاره به په عزم ځوابي اقدامات كوو۔ د شهنوا تر مخه دا خبره د نهې په ورځ د چين د تجارت وزارت وياند د امرېكې د اړخه د چين په درآمدات د 50 فيصده ټېرف لګولو دړكې نه پس وكړه۔ د چين وياند ووئېل چين د دې …

بيجنګ۔8 اپرېل (اے پي پي) چين وئېلي دي كه امرېكا پخپلو محصولاتو كښې زياتوالے كوي نو مونږ هم د خپلو حقونو او ګتې لپاره به په عزم ځوابي اقدامات كوو۔ د شهنوا تر مخه دا خبره د نهې په ورځ د چين د تجارت وزارت وياند د امرېكې د اړخه د چين په درآمدات د 50 فيصده ټېرف لګولو دړكې نه پس وكړه۔ د چين وياند ووئېل چين د دې په سختۍ سره مخالفت كوي ۔ وياند ووئېل د چين خلاف د امرېكې تش د نامې ټېرف بې بنياده دے۔ وياند ووئېل چين چې كوم ځوابي اقدامات كړي هغه بيخې جائز دي د كومو مقصد چې د چين خود مختاري ٬ سلامتيا او د پرمختيائي ګټې ساتنې سره سره يو عام نړيوال تجارتي ترتيب برقرار ساتل دي۔ ده ووئېل د چين خلاف ټېرف كښې د زياتوالي دړكه د امرېكې تېروتنه ده كومه چې بلك ملنګ لا بې نقابه كوي۔ او چين به دغه كله هم قبول نه كړي۔وياند ووئېل كه امريكائي فريق په ناسمه لار روان ؤ نو چين به تر آخري دمه جنګېږي ۔ده ووئېل چين د دې خبرې پخلے كوي چې په تجارتي جنګ كښې څوك بريالے كېدے نشي او يوازې د خپلو صنعتونو تحفظ لپاره پالسۍ برقرار ساتلې شي۔ ده ووئېل فشار اچول او دړكې وركول د نورو هېوادونو سره د چلېدو سمه طريقه نه ده۔ وياند ووئېل جين په امريكا زور راوړے چې هغه سمدستي خپلې تېروتنې لرې كړي او د چين خلاف ټول يو اړخيزه اقدامات د ټېرف منسوخ كړي ٬ د خپل تجارتي او اقتصادي فشار مخه اونيسي او د چين سره د شريك اخترام تر مخه د خبرو اترو د لارې په مناسب ډول خپل اختلافات حل كړي۔

مزید خبریں