د سعودي عرب سرمايه كارو مصر كښې د لګژري هوټل جوړولو اعلان وكړو

رياض 08 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عرب سرمايه كار به د مصر په قطب الجيزه سيمه كښې يو لګژري هوټل جوړوي ۔ د الشرق بلومبرګ تر مخه هوټل به د بېنك مصر په مرسته جوړولې شي چې پكښې به د كويت سرمايه كار هم برخه اخلي۔ د منصوبې د مصرف اندازه 98 ملين ډالر لګولې شوې كوم به چې په 7520 مربع ميټر جوړېږي۔ د سعودي سرمايه كارو …

رياض 08 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عرب سرمايه كار به د مصر په قطب الجيزه سيمه كښې يو لګژري هوټل جوړوي ۔ د الشرق بلومبرګ تر مخه هوټل به د بېنك مصر په مرسته جوړولې شي چې پكښې به د كويت سرمايه كار هم برخه اخلي۔ د منصوبې د مصرف اندازه 98 ملين ډالر لګولې شوې كوم به چې په 7520 مربع ميټر جوړېږي۔ د سعودي سرمايه كارو دا منصوبه به د عظيم مصري لرغتون په وړاندې تر سره كولې شي چې د كوټو نه به يې د اهرام مصر ننداره كېږي۔ دا منصوبه د حكومت د هغې هڅو نتيجه ده د كومو تر مخه چې تر 2028 د هوټلو د كوټو شمېره د 2 لاكهه 30 زره نه نزدې 5 لاكهه ته رسول دي