تهران ۔7 اپرېل (اے پي پي) د ايران د وسله والو ځواكونو چيف اف اسټاف مېجر جنرل محمد باقري وئېلي دي په ايران د كوم هم بريد به پرېكنده ځواب وركولې شي۔ د العربيه تر مخه د خبرو په حقله د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه خپله كړې پاليسۍ په حقله د ايران د وسله والو ځواكونو چيف اف اسټاف خپل سخت غبرګون څرګند كړے دے ۔ جنرال باقري …
په ايران د كوم هم بريد به پرېكنده ځواب وركولې شي۔ جنرال محمد باقري
تهران ۔7 اپرېل (اے پي پي) د ايران د وسله والو ځواكونو چيف اف اسټاف مېجر جنرل محمد باقري وئېلي دي په ايران د كوم هم بريد به پرېكنده ځواب وركولې شي۔ د العربيه تر مخه د خبرو په حقله د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د اړخه خپله كړې پاليسۍ په حقله د ايران د وسله والو ځواكونو چيف اف اسټاف خپل سخت غبرګون څرګند كړے دے ۔ جنرال باقري وئېلي دي امرېكې په اوسنو كښې سپرېم ليډر علي خامنه اي ته يوه چيټۍ لېږلې ده د كومې چې مناسب ځواب وركړے شوے۔ بيان كښې وئېلي شوي په ايران د كوم هم بريد به پرېكنده ځواب وركولې شي۔ هغه ووئېل ايران پخپل غبرګون كښې په دې خبره زور راوړے چې مونږ د منطقې صورتحال یرسكونه جوړول غواړو۔ هغه سپيناوے وكړو زمونږ هېواد هم په چيټۍ كښې د دې خبرې تصديق كړے چې د جوهري وسلې ساتلو هڅه كوو ۔ د جوهري پروګرام د لارې د خپلو خلقو ضروريات تر سره كولو لپاره هڅې كوو۔ هغه په ګوته كړه چې د ايران چارواكو پخپل غبرګون كښې يو ځل بيا واضحه كړې چې مونږ د خبرو لاره نه ده بنده كړې او بالواسطه خبرې مو روانې ساتلې دي خو د دې لپاره ضروري ده چې بل فريق هم مخلصانه عزم څرګند كړي








