د حجر اسود خوا ته د اودرېدو نه ډډه وكړئ٬ د سعودي حج وزارت سپارښتنه

رياض۔ 7 اپرېل (اے پي پي) د سعودي د حج او عمره وزارت عمره كوونكو ته مشوره وركړې چې د طواف په مهال د حجر اسود خواته په اودرېدو يا ايسارېدو ركاوټ مه پیدا كوئ ٬ د اردو نيوز تر مخه وزارت په ايكس اكاونټ وئېلي دي عمره كوونكې په طواف كښې او د حجر اسود خواته ايسارېږي او هلته اودرېږي چې په سبب يې نورو ته ستونزې ورمخې ته …

رياض۔ 7 اپرېل (اے پي پي) د سعودي د حج او عمره وزارت عمره كوونكو ته مشوره وركړې چې د طواف په مهال د حجر اسود خواته په اودرېدو يا ايسارېدو ركاوټ مه پیدا كوئ ٬ د اردو نيوز تر مخه وزارت په ايكس اكاونټ وئېلي دي عمره كوونكې په طواف كښې او د حجر اسود خواته ايسارېږي او هلته اودرېږي چې په سبب يې نورو ته ستونزې ورمخې ته كېږي او دغه د ګڼې سبب ګرځي۔ د وزارت وېنا ده چې د حجر اسود خواته په اودرېدو خنډان مه راپېدا كوئ بلكې د زائرېنو خيال وساتئ او د ايسارېدو نه ډډه وكړئ۔ وزارت وئېلي دي په داسې كولو به نور زائرين په ذهني سكون او اطمينان كښې خپل طواف مكمل كړي۔

مزید خبریں