پاكستان څخه طبي زده كړې ترلاسه كوؤنكي به د ملازمت اهل نه وي: هندي وزير

نوې ډيلې ۔5 اپرېل(اے پی پی) هندي حكومت اعلان كړے دے چې پاكستان څخه طبي زده كړې ترلاسه كوؤنكي كوم هم هندي وګړي ته به په بهرني میډیکل ګرېجوېټ امتحان كښې د برخې اخستو اجازه وركولې نه شي او نه به هغه د سركاري ملازمت ترلاسه كولو اهل وي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا خبره د هند د روغتيا او كورنيو چارو وزيرې انوپریه پټېل په لوک سبھا …

نوې ډيلې ۔5 اپرېل(اے پی پی) هندي حكومت اعلان كړے دے چې پاكستان څخه طبي زده كړې ترلاسه كوؤنكي كوم هم هندي وګړي ته به په بهرني میډیکل ګرېجوېټ امتحان كښې د برخې اخستو اجازه وركولې نه شي او نه به هغه د سركاري ملازمت ترلاسه كولو اهل وي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا خبره د هند د روغتيا او كورنيو چارو وزيرې انوپریه پټېل په لوک سبھا كښی په يو تحريري ځواب كښې وكړه۔ هندي وزير مملكت دا خبره مقبوضه جموں وكشمير څخه د پارليماني غړي آغا روح لخوا د پورته كړې شوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې د هند یونیورسټی ګرانټس کمېشن (یو سی جی) او آل انډیا کونسل فار ټیکنیکل ایجوکیشن (اے آئی سی ټی ای) په اپریل 2022 كښې په يو جوائنټ پبلک نوټس كښې د هېواد زده كوؤنكو ته مشوره وركړې وه چې هغه دې لوړو زده كړو لپاره پاكستان ته نه ځي۔ دواړو ادارو دا خبردارې وركړې وو چې پاكستان څخه د ترلاسه كړې شوې ډګرۍ په بنياد به زده كوؤنكو ته د هند په تعليمي ادارو كښې داخله وركولې نه شي او نه به هغوي سركاري ملازمت كولې شي۔ په نوټس كښې دا هم وئيلې شوي وو چې د دې اعلان اطلاق به په هندي شهريت ترلاسه كوؤنكو يا د سیکیورټی په بنياد د پاتې كېدو منظوري ترلاسه كوؤنكو تاركين وطن يا د هغوي په كوچنيانو نه كيږي۔ دا كسان به په پاكستان كښې د ترلاسه كړې شوو تعليمي سندونو په بنياد هند كښې د ملازمت اهل وي۔ هندي وزير مملكت په خپل تحريري ځواب كښې د دې جوائنټ نوټس حواله هم وركړه۔