د اسرائيلي بريدونو د لاسه مسئلو سره مخ فلسطيني وګړو ته ريليف رسولو كښې ناكامي ٬ د سلامتي كونسل په كاركردګۍ سواليه نخښه ده: پاكستان

ملګري ملتونه ۔4 اپرېل(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتحار احمد خبردارې وركړې دې چې سلامتي كونسل په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې اسرائیلی بمبارۍ، لوږې تندې ٬ نقل مكانۍ او اجتماعي سزا سره مخ فلسطيني وګړو ته ريليف رسولو كښې ناكامه پاتې كيږي كوم چې د دې په كاركردګۍ سواليه نخښه ده٬ ده سلامتي كونسل څخه د دې وضعې ازالې لپاره د اقداماتو غوښتنه …

ملګري ملتونه ۔4 اپرېل(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتحار احمد خبردارې وركړې دې چې سلامتي كونسل په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې اسرائیلی بمبارۍ، لوږې تندې ٬ نقل مكانۍ او اجتماعي سزا سره مخ فلسطيني وګړو ته ريليف رسولو كښې ناكامه پاتې كيږي كوم چې د دې په كاركردګۍ سواليه نخښه ده٬ ده سلامتي كونسل څخه د دې وضعې ازالې لپاره د اقداماتو غوښتنه هم وكړه۔ پاکستانی استازي د فلسطين په روانه وضعه غور لپاره رابللې شوې د سلامتي كونسل بېړنۍ غونډې ته خطاب كښې ووئيل په فلسطین كښې زمونږ د سترګو د وړاندې چې څه هم كيږي د قبلولو وړ نه دي او سلامتي كونسل له به د دې مخنيوي له ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل مونږ ددې ادارې برخه جوړېدې نه شوو كومه چې په فلسطين كښې د روانې وضعې يوازې تماشه كوؤنكې وي او هېڅ هم نه كوي٬ مونږ د دې اخلاقی دیوالیه پن او د انسانيت د ختمولو برخه جوړېدو څخه انكار كوو۔ د سلامتي كونسل دا بېړنۍ غونډه الجزائر د پاکستان، چین، روس او صومالیه په ملاتړ په غزه كښې اجتماعي قبر څخه د مرستې كارمندانو 15 مړو په دريافت كېدو رابللې وه۔ عاصم افتخار ووئيل د اسرائيلي ظلمونو په ضد د كوم ګام پورته كولو كښې د سلامتي كونسل ناكامي نه يوازې دا اداره بلكې د ملګرو ملتونو د چارټر په بنياد جوړ كړے شوے نړيوال نظام لمينځه وړي۔ پاكستاني استازي ووئيل دا مهال يو اړخ ته په غزه اور وريږي او بل اړخ ته په لوئيديزه غاړه يو بل مصيبت ليدلے شي چرته چې 40 زره څخه زيات فلسطيني وګړي خپلو كورونو څخه ويستلې شوي دي۔ ده ووئيل جنورۍ څخه تر دې دمه 99 فلسطيني وګړي وژلې شوي دي۔ اسرائیل مقبوضه سيمه په مستقل توګه خپل ځان سره د ضم كولو اراده لري۔ ده ووئيل مونږ د اسرائيل لخوا د مسجد اقصی د تقدس لمينځه وړولو هم غندنه كوو۔ ده ووئيل تېره مياشت د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزي كولو سره اسرائيل 1,100 څخه زيات فلسطينان شهيدان كړل۔ اسرائیلی پوځ اکتوبر 2023 څخه د كال 2025 تر جنورۍ مياشتې 50,000 څخه زيات فلسطينيان چې په كښې 17000 كوچنيان هم شامل دي ووژل۔ دې څخه دا ثابتېږي چې دا يوازې جنګ نه بلكې په منظمه توګه د فلسطيني وګړو تباهي ده۔ ده ووئيل اوس اسرائيل له يوې مياشتې څخه ټولې پولې سيل كړي دي۔ غزه ته تلونكې انساني مرسته ايساره كړې شوې ده۔ ده ووئيل د یونېسیف له مخې 10 لكه ماشومان بنيادي ضرورياتو څخه محروم دي۔ لوږه د وسلې په توګه كارول جنګي جرم دے۔ ده ووئيل په 23 مارچ د مرستې 15 كارمندانو وژنې پېښې غندنه كوو۔ ده ووئيل د فلسطینیي وګړو مرستې كوؤنكې ادارې یو اېن آر ډبلیو اے (انروا) 284 اهلكارو په شمول 400 څخه زيات د بشري مرستې كارمندان وژلې شوي دي۔ ده غوښتنه وكړه چې پوځ كارروايۍ دې په سمدستي توګه بندې كړې شي او د 19 جنورۍ جنګ بندي نافذ كولو سره دې دې ته د تر لوئيديزې غاړې پراختيا وركړې شي۔

مزید خبریں