ینګون ۔2 اپرېل(اے پی پی) په میانمار كښې د زلزلې د لاسه د مړو شوو شمېره 2800 څخه زياته شوې ده۔ د شنهوا له مخې د رياستي انتظامي كونسل د معلوماتي ډلې خپل رپورټ كښې وئيلي چې په ميانمار كښې د جمعې په ورځ د راغلې 7.9 شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره 2,886 ته رسېدلې ده٬ 4,639 ژوبل او 373 تر دې دمه بې دركه دي۔ د …
په ميانمار كښې د زلزلې د لاسه د مړو شميره 2800 څخه زياته شوه

مزید خبریں
ینګون ۔2 اپرېل(اے پی پی) په میانمار كښې د زلزلې د لاسه د مړو شوو شمېره 2800 څخه زياته شوې ده۔ د شنهوا له مخې د رياستي انتظامي كونسل د معلوماتي ډلې خپل رپورټ كښې وئيلي چې په ميانمار كښې د جمعې په ورځ د راغلې 7.9 شدت زلزلې په نتيجه كښې د مړو شمېره 2,886 ته رسېدلې ده٬ 4,639 ژوبل او 373 تر دې دمه بې دركه دي۔ د میانمار رېډ کراس سوسائټۍ صدر میو نیونټ وئيلي چې د مرستې په روانو كارروائيو كښې پېښو بنيادي چېلنجونو كښی د آفاتو تشخيص او لاجسټک کوآرډینېشن شامل دے۔ دا هم وئيلې شوي دي چې په ځپلې شوو سيمو كښې د حفاظتي اندېښنو له امله ریسکیو ډلې د سامان په وېش كښې زياتو ستونزو سره مخ دي۔ دغسې د لويې مشينرۍ كمې هم يوه مسئله ده۔







