ینګون۔30مارچ(اے پی پی) په میانمار او تھائی لېنډ كښې د راغلې تباهي خپرونكې زلزلې د لاسه د مړو شمېره 16 سوه څخه زياته شوې ده ٬ لويې ودانې د ملبې ډھېري جوړ شوي دي۔ د اے اېف پی له مخې د ميانمار حكومت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د مړو شمېره 1644 ته رسېدلې ده٬ 3408 كسان ژوبل شوي او 139 نور تر دې دمه …
ميانمار كښې د زلزلې د لاسه د مړو شميره 1600 څخه زياته شوه ٬ 3 زره 4 سوه ژوبل

مزید خبریں
ینګون۔30مارچ(اے پی پی) په میانمار او تھائی لېنډ كښې د راغلې تباهي خپرونكې زلزلې د لاسه د مړو شمېره 16 سوه څخه زياته شوې ده ٬ لويې ودانې د ملبې ډھېري جوړ شوي دي۔ د اے اېف پی له مخې د ميانمار حكومت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د مړو شمېره 1644 ته رسېدلې ده٬ 3408 كسان ژوبل شوي او 139 نور تر دې دمه بې دركه دي۔ دا مهال په ځپلې شوو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ بلخوا روئټرز په خپل رپورټ كښې هغه سانئنسی نکات په ګوته كړې دي د كومو د لاسه چې دا سيمه د زلزلو جړقونو سره مخ شوه او په مجموعي توګه زيات زيان وشو۔ د میانمار د پوځي حكومت مشر جنرال من آنګ هلاینگ نورو هېوادونو ته د مرستې خواست كړے دے۔ د تھائی لېنډ چارواكو د مړو شمېره 9 ښودلې ده او 101 كسان تر دې دمه بې دركه دي كوم چې مزدوران دي او يوې ودانۍ د ملبې لاندې ګېر شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د جمعې په ورځ په تھائي لېنډ او ميانمار كښې د راغلې زلزلې شدت 7.7 ریکارډ كړے شوے د كومې ژوروالې چې په زمكه كښې يوازې لس كلوميټره ؤ۔







