اسلام آباد/ ملګري ملتونه ۔30 مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس د وړوكي اختر په موقعه د ګردې نړۍ مسلمانانو له يو غمجن زړه سره د وړوكي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د لكھونو په شمېر مسلمانان به دا اختر د روايتي خانداني غونډو په ځائې د جنګ او نقل مكانۍ په چاپېريال كښې لمانځي۔ ده ووئيل زه په ګرده نړۍ كښې ټولو مسلمانانو …
د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر مسلمانانو له د اختر مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد/ ملګري ملتونه ۔30 مارچ(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس د وړوكي اختر په موقعه د ګردې نړۍ مسلمانانو له يو غمجن زړه سره د وړوكي اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د لكھونو په شمېر مسلمانان به دا اختر د روايتي خانداني غونډو په ځائې د جنګ او نقل مكانۍ په چاپېريال كښې لمانځي۔ ده ووئيل زه په ګرده نړۍ كښې ټولو مسلمانانو لپاره د وړوكي اختر په موقعه د نېكو هيلو څرګندونه كوم۔ د ملګرو ملتونو مشر په اېکس شېئر كړي خپل يو وېډيو بيان كښې ووئيل زه غمجن زړه سره د ګڼ شمېر مسلمانانو په اړه سوچ كوم چې هغوي به د جنګ، شخړو يا نقل مكانۍ د لاسه خپلو خاندانونو سره اختر لمانځلې نه شي۔ دده پېغام په يو داسے وخت كښې رامخے ته شوے كله چې په غزه كښې فلسطيني ٬ په هندوستاني قبضه كښې كشميري ٬ روهنګیا كډوال ، د سوډان اولس او نورو شخړو څخه ځپلې شوې د مسلمانانو آبادي د روان تشدد او د بشري بحرانو ترمينځه په خاص توګه سختو مسئلو سره مخ ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وړوكے اختر د روژې مباركې مياشتې په ختمېدو په روايتي توګه دعاګانو ٬ دعوتونو او خېراتونو سره لمانځلې شي۔







