مکه مکرمه ۔29مارچ (اے پی پی) په مسجد الحرام كښې د رمضان المبارک په 29 مه شپه 25 لكه څخه زياتو كسانو په تراويح او د قرآن پاك ختم په دعا كښې ګډون وكړو۔ د اېس پی اے له مخې په مسجد الحرام كښې د زائرينو د زياتې شمېرې له امله مثالي انتظامات شوي وو۔ په مسجد الحرام كښې دننه او بهر ځايونو كښې هم خصوصي انتظامات شوي وو۔ مشرانو …
په مسجد الحرام كښې تراويح او د ختم قرآن په دعا كښې 25 لكه كسانو ګډون وكړو

مزید خبریں
مکه مکرمه ۔29مارچ (اے پی پی) په مسجد الحرام كښې د رمضان المبارک په 29 مه شپه 25 لكه څخه زياتو كسانو په تراويح او د قرآن پاك ختم په دعا كښې ګډون وكړو۔ د اېس پی اے له مخې په مسجد الحرام كښې د زائرينو د زياتې شمېرې له امله مثالي انتظامات شوي وو۔ په مسجد الحرام كښې دننه او بهر ځايونو كښې هم خصوصي انتظامات شوي وو۔ مشرانو او معذور وګړو لپاره مسجد الحرام ته د ننوتلو په مخصوص لارو اهلكار تعينات كړې شوي وو۔ د قرآن پاك ختم په دعا كښې 25 لكه څخه زياتو مسلمانانو اسلامي نړۍ لپاره د دنيا او آخرت كاميابۍ او په ګرده نړۍ كښې د امن او سكون دعاګانې وكړې۔







