د متحده عرب امارات اولسمشر خپل امريكائي همڅنګ سره ټيلي فوني تماس

دبئۍ 26 مارچ (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ ابن زايد آل نهيان او د متحده ايالتونو صدر ډونلډ ټرمپ د غزه شخړې پشمول د مېنځني ختيز په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د وام له مخې د ټېلي فوني تماس په مهال د يو اے اي صدر د اسرائيل فلسطين شخړې د دوه رياستي حل په اړه د متحده عرب امارات د عزم پخلے …

دبئۍ 26 مارچ (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ ابن زايد آل نهيان او د متحده ايالتونو صدر ډونلډ ټرمپ د غزه شخړې پشمول د مېنځني ختيز په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د وام له مخې د ټېلي فوني تماس په مهال د يو اے اي صدر د اسرائيل فلسطين شخړې د دوه رياستي حل په اړه د متحده عرب امارات د عزم پخلے وكړو كوم چې په منطقه كښې جامع، سپېځلې او د اوږدې مودې امن بنياد دے۔ ده په غزه كښې د مستقل جنګ بندۍ په لوظنامه عملدرآمد او سيمه ايز استحكام په ځائ ساتلو له په روانو هلو ځلو هم خبره وكړه، په فلسطيني سيمو كښې د بشري مرستې په رسنه هم زور راوړلے شو۔ دواړو مشرانو د امارات د قامي سلامتيا سلاحكار د امريكې دورې د نتيجو جاج هم واخستو چې پكښې يو شمېر مهمې لوظنامې شوې دي

مزید خبریں