جموں۔25 مارچ(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشميركښې د کانګرېس د اسمبلۍ يو غړي په جمو كښې له اسمبلۍ كمپلېكس څخه بهر په غزه كښې د صېهوني ځواكونو د لاسه په لوې شمېر كښې د مظلوم فلسطيني اولس د عامې وژنې غندنه كولو سره احتجاج كړے دے۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د اسمبلی كارروائي پېل كېدو څخه وړاندې حلقه وګورہ کریری سره …
مقبوضه كشمير٬ د كانګريس ايم ايل اے په غزه كښې د فلسطيني وګړو د عامې وژنې غندنه

مزید خبریں
جموں۔25 مارچ(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشميركښې د کانګرېس د اسمبلۍ يو غړي په جمو كښې له اسمبلۍ كمپلېكس څخه بهر په غزه كښې د صېهوني ځواكونو د لاسه په لوې شمېر كښې د مظلوم فلسطيني اولس د عامې وژنې غندنه كولو سره احتجاج كړے دے۔ د کشمیر ميډيا سروس له مخې د اسمبلی كارروائي پېل كېدو څخه وړاندې حلقه وګورہ کریری سره تعلق لرونكي اېم اېل اے عرفان حفیظ لون د فلسطيني وګړو په حق كښې احتجاج وكړو۔ ده يو پلے كارډ پورته كړے ؤ په كوم چې درج وو ” په فلسطین كښې د بې ګناه كسانو وژنه د انسانيت وژنه ده”۔ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل مونږ له به فلسطيني وګړو سره په بشپړ ډول د يووالي څرګندونه كول وي كوم چې دا مهال بې درېغه وژلې شي۔







