هند كښې 50 فيصده نه زيات كوچنيان جنسي استحصال سره مخ دي

جنيوا 24 مارچ (اے پي پي) هند كوچنيانو او مېرمنو لپاره د پاتې كېدو يو خطرناك ځاي په جوړېدو ملګرو ملتونو سختې نيوكې كړيدي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې ''پرتيك'' نومې د غېر سركاري تنظيم يو پلاوي د ملګرو ملتونو په 58مه غونډه كښې ووئيل په هند كښې د لكهونو په شمېر كوچنيان جنسي تشدد او مېرمنې جنسي استحصال سره مخ دي۔ د تنظيم د شمېرو له مخې هند …

جنيوا 24 مارچ (اے پي پي) هند كوچنيانو او مېرمنو لپاره د پاتې كېدو يو خطرناك ځاي په جوړېدو ملګرو ملتونو سختې نيوكې كړيدي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې ”پرتيك” نومې د غېر سركاري تنظيم يو پلاوي د ملګرو ملتونو په 58مه غونډه كښې ووئيل په هند كښې د لكهونو په شمېر كوچنيان جنسي تشدد او مېرمنې جنسي استحصال سره مخ دي۔ د تنظيم د شمېرو له مخې هند كښې په هر 15 دقيقو كښې يو ماشوم د جنسي تېرو ښكار كېږي او په هر اته دقيقو كښې يو ماشوم بې دركه كېږي٬ دغه بې دركه ماشومان قاچاق او استحصال سره مخ كولې شي۔ د پرتيك له مخې 50 فيصده نه زيات هندي كوچنيان جنسي تېرو سره مخ دي چې پكښې 52.94 فيصده هلكان او 47.06 فيصده جينكۍ شاملې دي ۔ د تنظيم پلاوي د نړيوالې ورورولۍ لخوا خپلو معاشي ګټو لپاره د كوچنيانو د حقونو نه د بې غورۍ غندنه كړې ده۔ پلاوي ووئيل چې هند د اقتصادي پرمختګ په شا خپل د شرم وړ حقائق پټوي۔ د پلاوي غړو د كوچنيانو تحفظ لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا په سمدستي توګه د مداخلت په اړتيا ټېنګار كړې

مزید خبریں