قاهره 24 مارچ (اے پي پي) د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي وئيلي دي چې په لنډمهاله موده كښې د غزه د پټۍ په انتظام كښې د كوم فلسطيني ګروپ هېڅ كردار نشته٬ يوه آزاده فلسطيني کميټي به په لنډمهاله موده كښې د غزه انتظام سنبھالوي۔ د العربيه له مخې عبدالعاطي د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ مشر کايا کالس سره د پرېس كنفرنس په مهال وئيلي چې فلسطيني اتھارټي …
فلسطيني اتھارټي به د شپږ مياشتو له لنډمهاله مودې وروسته د غزه انتظام سنبهالوي: مصر

مزید خبریں
قاهره 24 مارچ (اے پي پي) د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي وئيلي دي چې په لنډمهاله موده كښې د غزه د پټۍ په انتظام كښې د كوم فلسطيني ګروپ هېڅ كردار نشته٬ يوه آزاده فلسطيني کميټي به په لنډمهاله موده كښې د غزه انتظام سنبھالوي۔ د العربيه له مخې عبدالعاطي د اروپائي ائتلاف د خارجه پاليسۍ مشر کايا کالس سره د پرېس كنفرنس په مهال وئيلي چې فلسطيني اتھارټي به د شپږ مياشتو له لنډمهاله مودې وروسته د غزه انتظام سنبهالوي۔ ده د غزه لوظنامې په ټولو مرحلو كښې د نافذ كولو او په دې د عمل كولو په حاجت زور راوړو۔ د مصر خارجه وزير د دې خبرې هم تاكيد وكړو چې په بحيره احمر كښې سمندري بېړۍ په نښه كول هېڅ جواز نه لري٬ د بحيره احمر عسکريت پسندي يوې ډلې ته ګټه نه رسوي۔ ده ووئيل د جهاز رانۍ آزادي برقراره ساتلو ته اړتيا ده٬ په بحيره احمر كښې په سمندري بېړو د برېدونو به په بشپړه توګه لاره نيول وي۔







