ملګري ملتونه ۔21 مارچ(اے پی پی) پاكستان په غزه د اسرائيل وژونكو بمباريو بيا پېلولو او د فلسطيني وګړو بې رحمانه وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې د خپل يرغمل شوو كسانو خوشې كول محفوظ جوړولو له دا لاره سمه نه ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم تېره ورځ سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې ووئيل د يرغمل شوو خوشې كولو هدف ترلاسه كولو …
د پاكستان په غزه د اسرائيل وژونكو بمباريو بيا پيلولو غندنه ٬ د جنګ لوظنامې په عملي كولو زور

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔21 مارچ(اے پی پی) پاكستان په غزه د اسرائيل وژونكو بمباريو بيا پېلولو او د فلسطيني وګړو بې رحمانه وژنې غندنه كولو سره وئيلي دي چې د خپل يرغمل شوو كسانو خوشې كول محفوظ جوړولو له دا لاره سمه نه ده۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم تېره ورځ سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې ووئيل د يرغمل شوو خوشې كولو هدف ترلاسه كولو تر ټولو غوره لاره د جنګ بندۍ په لوظنامه په بشپړه توګه عمل درآمد دے۔ ده ووئيل مونږ د سلامتي كونسل د قرارداد 2735 (جنګ بندۍ) بشپړ نفاذ ملاتړ كوو۔ ده ووئيل سلامتي كونسل بايد د مېرمنواو كوچنيانو په شمول د زرګونو په شمېر فلسطيني وګړي هېر نه كړي كوم چې په جبري توګه نظر بند دي۔ ده ووئيل د مصر ٬ قطر او امريكې په مرسته د جنګ بندۍ لوظنامې يو اميد رامخے ته كړے ؤ خو ځينې اسرائيلي سياستدانانو دغه لوظنامه لمينځه يوړله كوم چې د پرله پسې جنګ د لارې خپلې بقا ته ترجيح وركوي۔ ده ووئيل پاكستان په غزه كښې د بشري ستونزو ختمولو او ټولو وګړو سره د انساني سلوك باوري كولو هڅو ملاتړ كوي۔ پاکستانی استازي ووئيل يو عادلانه او تلپاتې امن د دوه رياسي حل د لارې ترلاسه كېدې شي چې په نتيجه كښې يۍ كال1967 څخه په وړاندې پولو مشتمل يو آزاد او خپلواكه رياست چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي جوړ كړے شي۔ ده ووئيل د فرانس او سعودي عربستان په مشرۍ كښې په جون كښې كېدونكے كنفرنس به د فلسطين مسئلې سوليز حل مخ په وړاندې بوتللو او د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوه رياستي حل عملي كولو يوه مهمه موقعه وړاندې كوي







