د جنګ بندۍ مذاكراتو له ناكامه كيدو وروستو د اسرائيل په غزه يو وارې بيا سخت فضائي بريدونه ٬ 326 فلسطيني وګړي شهيدان غزہ۔18مارچ(اے پی پی) اسرائيل جنګ بندۍ ته پراختيا وركولو له د روانو مذاكراتو له ناكامه كېدو څخه وروستو په غزه يو وارې بيا په لويه كچه فضائي بريدونه پېل كړي دي چې په نتيجه كښې يۍ 326 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان او ګڼ شمېر نور ژوبل …

مزید خبریں
د جنګ بندۍ مذاكراتو له ناكامه كيدو وروستو د اسرائيل په غزه يو وارې بيا سخت فضائي بريدونه ٬ 326 فلسطيني وګړي شهيدان
غزہ۔18مارچ(اے پی پی) اسرائيل جنګ بندۍ ته پراختيا وركولو له د روانو مذاكراتو له ناكامه كېدو څخه وروستو په غزه يو وارې بيا په لويه كچه فضائي بريدونه پېل كړي دي چې په نتيجه كښې يۍ 326 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي۔ په غزه كښې د روغتيا وزارت چارواكو له مخې د نهې په ورځ سهار شوو دې بريدونو كښې 326 څخه زيات فلسطيني وګړي شهيدان شوي دي۔ د عېنی شاهدینو له مخې اسرائيلي فضائي بريدونه هغه مهال پېل شول كله چې خلكو روژې لپاره پېشمنې كولو۔ 20 څخه زياتو جنګي الوتكو رفح ٬ خان يونس او غزه ښاره په نخښه كړو۔ اسرائیلی پوځ اعلان كړې چې مونږ په غزه كښې په خپلو هدفونو بريدونه كړې دي۔ په 19 جنورۍ د شوي سيز فائر څخه وروستو دا د اسرائيل لخوا د فضائي بريدونو تر ټولو لويه كارروائي ده۔ په غزه كښې جنګ بندۍ ته د پراختيا وركولو مذاكرات كومې لوظنامې ته رسېدو كښې ناكامه شوي دي۔ بلخوا اسرائيلي وزيراعظم نتن ياهو د اسرائيلي پوځ د يرغمل شوو كسانو خوشې كولو څخه د انكار او د جنګ بندۍ وړاندېزنو مسترد كولو په ځواب كښې د فلسطيني عسكريت خوښ لارښودو په ضد د سختې كارروايۍ كولو هدايت كړے دے۔ په غزه كښې د طبي آسانيو سخت كمي د لاسه ژوبل شوو ته د طبي مرستې رسولو كښې زياتې ستونزې رامخې ته كيږي









