كابل 14مارچ (اے پی پی)د افغانستان په پكتيا ولايت كښې د موټر كار ټرك سره ټكر كېدو په نتيجه كښې درې تنه مړه شوي۔ د شنهوا له مخې د صوبائي پوليس وياند منيب زدران وئېلي دي چې پېښه د جمعې په ورځ سهار صوبائي پايه تخت ګرديز ښار نه بهر رامخې ته شوې چې پكښې د يوې مېرمن پشمول درې تنه په ټكي مړه شوي۔ افغانستان كښې دا دوهمه ټرافېكي پیښه ده چې په يو څو ساعتونو كښې رامخې ته شوې۔د زيارت په شپه شمالي بغلان ولايت كښې د يو مسافر بس اپوټه كېدو له امله د ميرمنو او ماشومانو پشمول 19 مسافر ژوبل شوي وو۔