افغان پوهنتونو كښې د كليه شريعه 26 استاذان برخاست ٬ علماﺀ كرام او د ديني مدرسو وګړي بھرتي كړې شول

کابل 07 مارچ (اے پي پي) د افغانستان د تعليم وزارت د هېواد يو شمېر پوهنتونونو كښې د كليه شريعه 26 استاذان برخاست كړي او د دوئي په ځاې يۍ علمائے كرام او د ديني مدرسو كسان بهرتي كړې دي۔ د العربيه له مخې د اعلي تعليم وزارت لخوا د جاري نوټس له مخې د 16 پوهنتونونو استاذان د تدريس دندې څخه منع كړې شوې دي او د دوي انتظامي …

کابل 07 مارچ (اے پي پي) د افغانستان د تعليم وزارت د هېواد يو شمېر پوهنتونونو كښې د كليه شريعه 26 استاذان برخاست كړي او د دوئي په ځاې يۍ علمائے كرام او د ديني مدرسو كسان بهرتي كړې دي۔ د العربيه له مخې د اعلي تعليم وزارت لخوا د جاري نوټس له مخې د 16 پوهنتونونو استاذان د تدريس دندې څخه منع كړې شوې دي او د دوي انتظامي څانګو ته د منتقل كولو پرېكړه شوې ده۔ د يادونې وړ ده چې وزارت دا اقدام د افغانستان د لوے ديني مدرسې په تجويز كړے دے۔ د يو پوهنتون پروفېسر العربيه سره د خبرو په مهال باور وركړو چې طالبانو يو شمېر استاذان برخاست كړي او دوئي ته د انتظامي چوكو وركولو پرېكړه دهوكه ده٬ ده ووئيل چې د دې پرېكړو نه وړاندې د پوهنتون د استاذانو يو نمائشي ازموئنه هم اخستې شوې دغسې چې دا جاج واخستې شي چې دا كسان د شريعت نه څومره خبر دي٬ افغان حکومت سږ كال د هېواد په 34 صوبو كښې د ديني مدرسو د 50 نه د زيات فارغ التحصيل كسانو امتحان اخستې ٶ چې مقصد ئې د دې كسانو د اكېډمك كچې كتنه كول او دوئي د بېچلرز او ماسټرز په درجه فائز كول وو۔ بلخوا د افغان حکومت د لوړو زده كړو وزارت د شرعي علومو څانګو كښې د پوهنتونونو د استاذانو امتحان اخلي دغسې چې هغوي د اسلامي موادو د تدريس حوالې سره نااهل ثابت كړے شي۔

مزید خبریں