قاهرہ۔3مارچ(اے پی پی) مصر وئيلي دي چې د غزه د بيا ودانۍ منصوبه تياره ده كومه به چې د مارچ په 4 مه نېټه د عرب ليګ په بېړنۍ غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبره د مصر خارجه وزير عبد العاطي تېره ورځ د اروپائي ائتلاف كمشنر دبراوکا سوېسا سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د غزه د بيا ودانۍ مصري منصوبه تياره ده كومه …
د غزه د بيا ودانۍ چمتو كړې شوې منصوبه به په 4 مارچ د عرب ليګ بيړنۍ غونډې ته وړاندې كړې شي: مصري خارجه وزير

مزید خبریں
قاهرہ۔3مارچ(اے پی پی) مصر وئيلي دي چې د غزه د بيا ودانۍ منصوبه تياره ده كومه به چې د مارچ په 4 مه نېټه د عرب ليګ په بېړنۍ غونډه كښې وړاندې كړې شي۔ دا خبره د مصر خارجه وزير عبد العاطي تېره ورځ د اروپائي ائتلاف كمشنر دبراوکا سوېسا سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د غزه د بيا ودانۍ مصري منصوبه تياره ده كومه به چې د فلسطيني وګړو د دوئي په خپل هېواد كښې پاتې كېدل باوري كړي۔ ده ووئيل دا منصوبه يوازې د مصري يا عرب نړۍ نه بلكې د دې كاميابۍ سره عملي كولو له به نړيوال ملاتړ او فنډنګ هم ترلاسه شي۔ ده ووئيل د عرب ليګ غونډه كښې ددې له منظورۍ وروستو به مونږ لويو ډونر هېوادونو سره د فنډ ترلاسه كولو له خبرې كوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې عرب هېوادونو د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د غزه كنټرول سنبالولو او د فلسطيني وګړو بل مقام ته د منتقل كولو آئيډيا مسترد كړې وه او په سفارتي محاذ يۍ د دې خيال د مخالفت په كولو اتفاق كړے ؤ










