سعودي غزه لپاره د بشري مرستې مخنيوي په اړه د اسرائيلي حكومت پريكړه وغندله

رياض 03مارچ(اے پی پی)سعودي عربستان غزه لپاره د بشري مرستې مخنيوي په اړه د اسرائيلي حكومت پرېكړې سخته غندنه كړې ده۔ د ايس پي اے له مخې سعودي خارجه وزارت خپل بيان كښې خبردارې وركړی چې دا اقدام په غزه كښې لا ناوړه كېدونكي بشري بحران ٬ كوم سره چې فلسطيني اولس دا مهال مخ دے٬ نظر كښې نيولو سره د نړيوال بشري قوانينو خلاف ورزي ده۔ سعودي عربستان په …

رياض 03مارچ(اے پی پی)سعودي عربستان غزه لپاره د بشري مرستې مخنيوي په اړه د اسرائيلي حكومت پرېكړې سخته غندنه كړې ده۔ د ايس پي اے له مخې سعودي خارجه وزارت خپل بيان كښې خبردارې وركړی چې دا اقدام په غزه كښې لا ناوړه كېدونكي بشري بحران ٬ كوم سره چې فلسطيني اولس دا مهال مخ دے٬ نظر كښې نيولو سره د نړيوال بشري قوانينو خلاف ورزي ده۔ سعودي عربستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د اسرائيل د دې سنګينو خلاف ورزو مخ نيوي لپاره دې اقدامات وكړي ٬ نړيوال احتساب مېكانزم دې فعاله كړي او د مرستې رسنه دې باوري كړي۔ د يادونې وړ ده چې اسرائيل د اتوار په ورځ وئېلي وو چې هغه به غزه لپاره د هر ډول مرستې سامان رسېدو مخنيوي كوي۔

مزید خبریں