د سوډان متحارب ډلې دې جنګ بند كړي ،د شخړې سياسي حل دې ولټولې شي،پاکستان

ملګري ملتونه ۔27فروري (اے پي پي) پاکستان د سوډان په متحارب ډلو زور راوړے چې هغوي په روژه مبارکه كښې جنګ بندي وكړي او د شخړې شخړې سیاسي حل ولټوي ۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل سفیر عثمان اقبال جدون د سلامتي کونسل غونډه كښې وكړه ۔ ده د روژې مبارکې په مقدس مياشت كښې د سوډان فریقین څخه د سمدستي جنګ بندۍ او د خبرو …

ملګري ملتونه ۔27فروري (اے پي پي) پاکستان د سوډان په متحارب ډلو زور راوړے چې هغوي په روژه مبارکه كښې جنګ بندي وكړي او د شخړې شخړې سیاسي حل ولټوي ۔ دا خبره ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل سفیر عثمان اقبال جدون د سلامتي کونسل غونډه كښې وكړه ۔ ده د روژې مبارکې په مقدس مياشت كښې د سوډان فریقین څخه د سمدستي جنګ بندۍ او د خبرو اترو د لارې د زړې شخړې تل پاتي حل لټولو مطالبه وكړه ۔ عثمان اقبال جدون سلامتي کونسل ته ووئېل په سوډان كښې د 2 كالو تباهي دا خبره واضحه كړې چې د جنګ په میدان كښې د چا هم بريا نه وي ،مونږ د فریقین نه غوښتنه كوو چې هغوي سمدستي، مستقل او غیر مشروط جنګ بندۍ باندې عمل درآمد او د سوډاني اولس په خاطر يو تل پاتي سیاسي حل لټولو لپاره خبرې اترې وكړي

مزید خبریں