عمان ۔27فروري (اے پي پي) د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ ثاني سره د عمان سوريه لپاره نوي صدر احمد الشارع ملاقات کړے ۔ د اردن خبر رسنې ایجنسۍ پیټرا تر مخه ملاقات كښې د اردن فرمانروا د سوريه بيا رغونې لپاره د مرستې پخلے وكړو چې پكښې د سوريه اتحاد، سلامتيا او د استحکام ضمانت سره د سوريه ټولنې ټول عناصر شامل وي ۔ د سوريه صدر د دواړو ګاونډيانو …
د اردن فرمانروا سره د سوريه صدر ملاقات، په پوله د امنيت په زياتولو اتفاق

مزید خبریں
عمان ۔27فروري (اے پي پي) د اردن فرمانروا شاہ عبداللہ ثاني سره د عمان سوريه لپاره نوي صدر احمد الشارع ملاقات کړے ۔ د اردن خبر رسنې ایجنسۍ پیټرا تر مخه ملاقات كښې د اردن فرمانروا د سوريه بيا رغونې لپاره د مرستې پخلے وكړو چې پكښې د سوريه اتحاد، سلامتيا او د استحکام ضمانت سره د سوريه ټولنې ټول عناصر شامل وي ۔ د سوريه صدر د دواړو ګاونډيانو هېوادونو تر مينځه اړيكو ته د ودې وركولو په حقله د اردن دوره كوي ۔ د سوريه خارجه وزير اسد الشیباني او نور چارواكي هم د هغه سره دي ۔ دا د سعودي عرب او ترکیه نه پس د احمد الشارع درېمه غیر ملکي دورہ ده ۔ اردن او سوريه د وسلې او نشه اي توكو د قاچاق مخ نيوي لپاره د شرېكې پولې محفوظولو له په ګډه كار كولو ته اتفاق کړے ۔د اردن بادشاہ په جنوبي دمشق او د اردن سرحد سره نزدې جنوبي سوريه كښې د اسرائیل د اوسنو بريدونو غندنه كړې ده۔










