سعودي عرب ٬ ايجوكېشن سېكټر كښې د شخصي څانګې شراكت د 17 فيصد نه زيات شو

رياض۔26 فروري (اے پي پي) په سعودي عرب كښې په ايجوكېشن سېكټر كښې د شخصي څانګې شراكت د 17 فيصد نه زيات شوے دے۔ د العربيه تر مخه د سعودي عرب د تعليم وزير يوسف البنيان وېنا ده په مملكت كښې په ايجوكېشن سېكټر كښې د سرمايه كارۍ حجم د 50 ارب ريال نه زيات شوے۔په دې څانګه كښې د انويسټمنټ ډېرې موقعې شته۔ د اخبار 24 تر مخه تعليم …

رياض۔26 فروري (اے پي پي) په سعودي عرب كښې په ايجوكېشن سېكټر كښې د شخصي څانګې شراكت د 17 فيصد نه زيات شوے دے۔ د العربيه تر مخه د سعودي عرب د تعليم وزير يوسف البنيان وېنا ده په مملكت كښې په ايجوكېشن سېكټر كښې د سرمايه كارۍ حجم د 50 ارب ريال نه زيات شوے۔په دې څانګه كښې د انويسټمنټ ډېرې موقعې شته۔ د اخبار 24 تر مخه تعليم كښې د سرمايه كارۍ ” په سر خط كانفرنس ته خطاب كښې د تعليم وزير ووئېل د تعليم څانګې ته د كال دوه سوه اربه رياله فنډنګ كېږي ۔ ده ووئېل په دې سېكټر كښې شخصي شراكت د 17 فيصد نه زيات شوے ۔ دا تناسب تر 30 فيصد رسېدو هيله ده۔ ده واضحه كړه چې د مملكت په مشرتابه كښې د تعليم لپاره مثالي مرسته كولې شي او حكومت د كال 200 اربه رياله دې سېكټر له وركوي۔

مزید خبریں