غزہ كښې د صحت څانګې ته د 6.3 بلین ډالر زيان رسېدلے ٬ د كومې بحالۍ لپاره چې ضروریات 7 بلین ډالر نه د زياتېدو امکان دے، د صحت نړيواله اداره

جنیوا۔26فروري (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې وئېلي دي غزہ كښې د صحت څانګې ته د 6.3 بلین امریکائي ډالر زيان رسېدلے دے، د كومې د بحالۍ ضروریات چې د 7 بلین ډالر نه د زياتېدو امکان دے۔ د صحت نړيوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) استازي ډاکټر ریک پیپرکورن په جنیوا كښې يو ویډیو پریس بریفنګ كښې ووئېل غزہ كښې د 1,700 نه د زیاتو هیلتھ ورکرز د بې …

جنیوا۔26فروري (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې وئېلي دي غزہ كښې د صحت څانګې ته د 6.3 بلین امریکائي ډالر زيان رسېدلے دے، د كومې د بحالۍ ضروریات چې د 7 بلین ډالر نه د زياتېدو امکان دے۔ د صحت نړيوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) استازي ډاکټر ریک پیپرکورن په جنیوا كښې يو ویډیو پریس بریفنګ كښې ووئېل غزہ كښې د 1,700 نه د زیاتو هیلتھ ورکرز د بې دركه كېدو اطلاع ده ۔ ده وضاحت وكړو ورلډ بینک، اروپائي ائتلاف او د ملګرو ملتونو بشمول ډبلیو ایچ او غزہ او مغربي غاړه كښې د زيانونو او د ضروریات په بيړه جاج واغستلے شو۔ ده ووئېل دا خبره رامخې ته شوه چې غزہ كښې د صحت خيال ساتلو د بنیادي ډھانچې په تباهۍ كښې 772 د صحت سهولیات په بشپړه توګه یا په جزوي توګه تباه شوي ، د كومو اندازه چې نزدې 1.3 بلين ډالر معاشي زيان دے ۔په دې كښې د روغتونونو ( 95 فیصد)، د شخصي صحت اسانيو (91 فیصد) او د صحت عامه مراکز (88 فیصد) رسېدونكې مهم زيانونه شامل دي ، دې سره سره د فارمیسیګانو، د غاښونو علاج او د ماشومانو زېږېدو کلینکس غوندې مهم سهولیات هم شامل دي ۔ د دې تر ټولو نه د زيات زيان برخه، 809 ملین ډالر نه زیاته د روغتونونو د تباهۍ نه ده ۔ ډاکټر پیپرکورن ووئېل غزہ كښې د صحت څانګې ته 6.3 بلین ډالر زيان رسېدلے د كومې د بحالۍ ټول ضروریات چې 7 بلین امریکائي ډالر نه د زیاتېدو امکان د ے۔ ده ووئېل غزہ كښې د پولیو مخ نيوي څاڅكو كمپائن كښې د 10 كاله نه کم عمر 548,000 ماشومانو ته څاڅكې وركرې شوي ، كوم چې د هدف ګروپ 92 فیصد دي ۔

مزید خبریں