دمشق۔25 فروري(اے پي پي) د سوئېلې سوريه په حقله د اسرائيل د اوسنو بيانونو غندنه كولو سره د سوريه وګرو د درعا په كليوالو سيمو بصره اشام او سويدا كښې د مظاهرې كولو په مهال د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو موقف مسترد كړو ۔د العربيه تر مخه مظارچيانو د زور راوړولو سره ووئېل سوريه د وېشلو لپاره نه ده۔ مونږ غوښتنه كوو جې د اسرائيا ځواكونه زر تر زره …
سوريه كښې د اسرائيل په خلاف اولسي مظاهرې

مزید خبریں
دمشق۔25 فروري(اے پي پي) د سوئېلې سوريه په حقله د اسرائيل د اوسنو بيانونو غندنه كولو سره د سوريه وګرو د درعا په كليوالو سيمو بصره اشام او سويدا كښې د مظاهرې كولو په مهال د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو موقف مسترد كړو ۔د العربيه تر مخه مظارچيانو د زور راوړولو سره ووئېل سوريه د وېشلو لپاره نه ده۔ مونږ غوښتنه كوو جې د اسرائيا ځواكونه زر تر زره د هغه سيمو نه اوځي كومو ته چې هغوي په تېر دسمبر كښې ننوتي وو۔ځينې مظاهرچيانو نېتن ته خبردارے وركړو جې هغه د حوران د خلقو سره لوبې ونه كړي ۔ مظهرچيانو په بېنرو لېكلې وو جې د حوران په خاروه مه لوبېږۍ ګنې د دې كاڼې به ستاسو سره ټكر شي ٬ دغسې د نهې په ورځ د مركزې مظاهرې كال وركړے شوے ؤ ۔ كاركنانو د پاپولر موبلائزېشن ځواكونو په سيمه كښې د يو نوي حقيقت مسلط كولو د كومې هم هڅې د مسترد كولو په ضرورت زور راوړو۔ دا ګامونه د نېتن ياهو د غبرګون په توګه رامخې ته شوي د كومو چې د اتوار په ورځ اعلان شوے ؤ چې اسرائيل به د سوريه د پخواني صدر بشار الاسد تخته اپوټه كونكې هيه تحرير الشام د پوځ يا د نوي جوړ پوځ ته جنوبي دمشق ته د ننوتلو اجازه ورنه كړي۔










