سعودي عرب، مرکزی بینک د روژې مباركه مياشت كښې د كار وختونه او د واړه اختر رخصتۍ اعلان كړې

ریاض ۔25فروري (اے پي پي ) د سعودي عرب مرکزي بینک په بینکنګ سیکټر كښې د روژې مبارکې په مهال د كار د وختونو او د واړه اختر او غټ رخصتۍ اعلان کړې دي ۔ د سبق نیوز تر مخه په روژه كښې به ټولو بینکونو كښې كار سهار لس بجې پېل او اختتام به مازيګر 4 بجې كېږي ۔ د بینک د اړخه د واړه اختر رخصتۍ په اړه …

ریاض ۔25فروري (اے پي پي ) د سعودي عرب مرکزي بینک په بینکنګ سیکټر كښې د روژې مبارکې په مهال د كار د وختونو او د واړه اختر او غټ رخصتۍ اعلان کړې دي ۔ د سبق نیوز تر مخه په روژه كښې به ټولو بینکونو كښې كار سهار لس بجې پېل او اختتام به مازيګر 4 بجې كېږي ۔ د بینک د اړخه د واړه اختر رخصتۍ په اړه ووئېل شول د وړومبي شوال اتوار ورځ (30 مارچ ) څخه به د واړه اختر رخصتۍ پېل كېږي كومې به چې تر څلورم شوال ( د شورو ورځې تر 2 اپریل) دوام لري ۔ د غټ اختر رخصتۍ به د زيارت ورځې نه 9 ذوالحجه 1446 مطابق 5 جون 2025 نه پېل كېږي او تر 10 جون 2025 به روانې وي ۔ د سینټرل بنک وېنا وه د مکه مکرمه او مدینه منورہ نه علاوہ په سرحدي سيمو كښې د عازمین حج او عمرہ زائرین سهولت لپاره به مخصوص برانچونه د رخصتۍ په مهال د معمول تر مخه کار کوي۔

مزید خبریں