قاهره۔20 فروري(اے پي پي) مصر كښې قتل كوونكو 6 مجرمانو ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ د العربيه تر مخه د ناګا حمادي فوجداري عدالت د قاهره نه 600 كلوميټره لرې په قنا ګورنرۍ كښې په دشنا مركز كښې د جهګړې په مهال د 4 كسانو په وژلو ثابتېدو د 5 وروڼړو پشمول 6 كسانو ته د مرګ سزا اورولې ده ۔ عدالت د مرګ په سزا عمل درامد په …
مصر كښې د قتل 6 مجرمانو ته د مرګ سزا واورولې شوه

مزید خبریں
قاهره۔20 فروري(اے پي پي) مصر كښې قتل كوونكو 6 مجرمانو ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ د العربيه تر مخه د ناګا حمادي فوجداري عدالت د قاهره نه 600 كلوميټره لرې په قنا ګورنرۍ كښې په دشنا مركز كښې د جهګړې په مهال د 4 كسانو په وژلو ثابتېدو د 5 وروڼړو پشمول 6 كسانو ته د مرګ سزا اورولې ده ۔ عدالت د مرګ په سزا عمل درامد په حقله قانوني رائے تر لاسه كولو لپاره د مدعا علېهان كاغذات د جمهوريه مفتي ته د لېږلو پرېكړه كړې ده۔ مدعا علېهان يوسف او د هغه ورونړو په شاهين ٬ محمد ٬ البدري ٬ سعيد او په نشات تور لګولے چې دوي حسني ٬ علي ٬ مصطفې او ابواعزام وژلي دي او د سعيد د وژلو يې منصوبه بندي كړې۔ د قنا ګورنريټ په دشنا مركز كښې د ابو دياب په لويديز كلي كښې د كور په شخړه مرګونه شوي وو۔










