د سعودي د اطلاعات وزير ميډيا فورم كښې د’فومکس‘ پرانسته وكړه

رياض 20 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب د اطلاعات وزير سلمان الدوسري د سعودي ميډيا فورم څلورم ايډيشن كښې د فيوچر آف ميډيا ايګزيبيشن ( فومکس) پرانسته وكړه كوم چې د مينځني ختيز تر ټولو لويې نندارتون ګڼلے كيږي۔ د اېس پي اے له مخې نندارتون كښې به د ميډيا انډسټري په اړه تر ټولو جديد ډيجيټل ټيکنالوجي معارفي كولې شي۔ميډيا فورم به درې ورځي دوام لري چې …

رياض 20 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب د اطلاعات وزير سلمان الدوسري د سعودي ميډيا فورم څلورم ايډيشن كښې د فيوچر آف ميډيا ايګزيبيشن ( فومکس) پرانسته وكړه كوم چې د مينځني ختيز تر ټولو لويې نندارتون ګڼلے كيږي۔ د اېس پي اے له مخې نندارتون كښې به د ميډيا انډسټري په اړه تر ټولو جديد ډيجيټل ټيکنالوجي معارفي كولې شي۔ميډيا فورم به درې ورځي دوام لري چې پكښې به د 250 څخه زياتې ځائې او نړيوالې کمپنۍ ګډون كوي۔نندارتون كښې رامخې ته شوې جديد ټيکنالوجي به کنټينټ جوړولو او پروډکشن لائن په اړه مهمه ثابت شي۔ ډيجيټل ګيمز نه علاوه بېل سافټ ويئر جوړونكې ادارې هم ګډون كوي۔فورم كښې به په مختلف موضوعات 40 څعه زيات کنفرنسز او ورکشاپس هم كيږي دغسې د ميډيا مستقبل په عنوان بېل موضوعات چې پكښې صحافت او ډيټا ، مصنوعي ذهانت او پروډکشن وغيره په اړه مذاکراتي غونډې هم كيږي۔د سعودي ميډيا فورم څلورم ايډيشن تېر درې ايډيشنز كښې ترلاسه شوو کاميابيو تسلسل او فورم په ميډيا انډسټري مثبت اثرات له فعال کردار رامخې ته كوي

مزید خبریں