ابوظهبي 20 فروري (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد آل نهيان سره د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه مرستي او بېلو څانګو كښې اړيكو ته د لا ودې وركولو د تګلارې جاج واخستلے شو۔ وام ترمخه ابوظهبي كښې د شوي ملاقات په مهال دواړو لارښودو په خاص توګه مينځني ختيز او د فلسطين سيمو صورتحال او د …
د امريکې خارجه وزير د امارات دوره، صدر شيخ محمد بن زايد سره ملاقات

مزید خبریں
ابوظهبي 20 فروري (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد آل نهيان سره د امريکې خارجه وزير مارکو روبيو د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه مرستي او بېلو څانګو كښې اړيكو ته د لا ودې وركولو د تګلارې جاج واخستلے شو۔ وام ترمخه ابوظهبي كښې د شوي ملاقات په مهال دواړو لارښودو په خاص توګه مينځني ختيز او د فلسطين سيمو صورتحال او د غزه بحران په اړه سفارتي هڅو سره سره په ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د امارات صدر د فلسطين اولس له د خپلې خاورې څخه د بے دخله كولو كومه هم هڅه مسترد کولو سره د دوه رياستي حل د لارې د كوټلي امن په حاجت زور راوړو۔ ملاقات كښې د ابوظبي نائب حکمران او د قامي سلامتيا صلاحكار شيخ طحنون بن زايد آل نهيان، نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان او نور هم موجود وو










