په رياض كښې روانې خبرې اترې د يوكرېن جنګ ختمېدو پلو وړومبے ګام دے ۔ د امرېكې خارجه وزير

رياض ۔ 19 فروري (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوربېو وئېلي دي په رياض كښې روانې خبرې اترې د يوكرېن جنګ ختمېدو پلو وړومبے ګام دے۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزير په الدرعيه پېلس كښې د امرېكې او روسيه غونډې په اختتام خبريالانو ته ووئېل د يوكرېن جنګ خاتمې نه پس به امرېكا د روس سره د اعلې كچ مرستې لپاره كار پېل كړي ۔ …

رياض ۔ 19 فروري (اے پي پي) د امرېكې خارجه وزير ماركوربېو وئېلي دي په رياض كښې روانې خبرې اترې د يوكرېن جنګ ختمېدو پلو وړومبے ګام دے۔ د العربيه تر مخه د امرېكې خارجه وزير په الدرعيه پېلس كښې د امرېكې او روسيه غونډې په اختتام خبريالانو ته ووئېل د يوكرېن جنګ خاتمې نه پس به امرېكا د روس سره د اعلې كچ مرستې لپاره كار پېل كړي ۔ ده ووئېل د كومې هم شخړې ختمولو لپاره رعايت وركول پكار دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې امرېكا د روسيه سره خبرو جاري ساتلو له عزم لري ٬ امرېكا به د دواړو هېوادونو سفارتي مشنز فعاله كړي۔ ده ووئېل په رياض كښې خبرې اترې د يوكرېن جنګ ختمېدو لپاره وړومبے ګام دے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د امرېكې صدر واحد لارښود دے چې د يوكرېن او روسيه جنګ ختمولو صلاحيت لري۔ ده ووئېل اروپا له د يوكرېن جنګ خاتمې لپاره د ډونلډ ټرمپ مننه كول پكار ده۔ ۔ده ووئېل په نړيوال امن عمل كښې سعودي عرب مهم كردار لري ۔ خارجه وزير ووئېل د دوي هېواد به د يوكرېن په اړه پراخه مشاورت له كار پېل كوي۔ تر څو چې د امرېكې او روسيه د صدرانو د ملاقات تعلق دے نو ده اشاره وركړه چې دې لپاره كوم خاص وخت نه دې معلوم۔

مزید خبریں