د چا د فشار لاندې به خبرو اترو ته نه كېښنو ، په عزت او وقار چې خبره وكړې شي نو غبرګون به هم هغسې ورمخې ته شي ، ایران

تهران۔19فروري (اے پي پي) ایران وئېلي دي مونږ به د چا په فشار كښې خبرو اترو ته نه كېښنو ، په عزت او وقار سره كه خبره اوشي نو غبرګون به يې هم هغسې وي ۔د العربیه تر مخه دا خبره د ایران خارجه وزير عباس عراقچي يو بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل زمونږ هېواد به په فشار یا د دړكې لاندې کله هم مذاکرات ونه كړي ، د …

تهران۔19فروري (اے پي پي) ایران وئېلي دي مونږ به د چا په فشار كښې خبرو اترو ته نه كېښنو ، په عزت او وقار سره كه خبره اوشي نو غبرګون به يې هم هغسې وي ۔د العربیه تر مخه دا خبره د ایران خارجه وزير عباس عراقچي يو بیان كښې وكړه ۔ ده ووئېل زمونږ هېواد به په فشار یا د دړكې لاندې کله هم مذاکرات ونه كړي ، د زیات نه زیات فشار راوړلو عمل كله نه دے کامیاب شوے ۔ د ده وېنا وه که د ایران سره په عزت او وقار خبره وكړې شي نو د هغې غبرګون به هم په هغه انداز كښې وي ، زمونږ د سيمه ايزو انتظاماتو څخه د بهر کولو یا خلیج كښې د ګاونډيانو تر مينځه شخړو له د هېوا وركولو پالیسۍ ناکامه شوې ۔عباس عراقچي ووئېل د ایران اولس خلاف د غیر قانوني بندېزونو د لارې پېل شوے اقتصادي جنګ د دغې هڅو يوازې د يوې برخې نمائندګي کوي كومې چې د امریکی بلاک د اړخه د څو لسيزو نه روانې دي ، خو هغه ناکامه شوي دي ۔

مزید خبریں