برطانیه كښې د كال 2024 په مهال مسلم مخالف پیښې زياتې شوي ،ټیل ماما

لندن ۔19فروري (اے پي پي) د مسلمانانو خلاف د بريدونو جاج اغستونكې مانیټرنګ ډلې ’ټیل ماما‘ وئېلي دي په برطانیه كښې په كال 2024 كښې مسلم مخالف پیښو كښې زياتوالے ریکارډ کړے شو ، د غزہ جنګ آن لائن كركه زياته كړې ۔د رائټرز تر مخه ټیل ماما راپور تر مخه په تېر كال كښې د 5 زره 837 مسلمانانو په ضد د كركجنو پیښو تصدیق وشو ، په هغې …

لندن ۔19فروري (اے پي پي) د مسلمانانو خلاف د بريدونو جاج اغستونكې مانیټرنګ ډلې ’ټیل ماما‘ وئېلي دي په برطانیه كښې په كال 2024 كښې مسلم مخالف پیښو كښې زياتوالے ریکارډ کړے شو ، د غزہ جنګ آن لائن كركه زياته كړې ۔د رائټرز تر مخه ټیل ماما راپور تر مخه په تېر كال كښې د 5 زره 837 مسلمانانو په ضد د كركجنو پیښو تصدیق وشو ، په هغې كښې آن لائن او د انفرادي نوعیت (دواړه ) پیښې شاملې دي ، د دې نه وړاندې په 2023 كښې د دې پیښو شمېره درې زره 767 ، په كال 2022 كښې دوه زره 201 وه ۔ د مانیټرنګ ګروپ وېنا ده د مينځني ختيز شخړې آن لائن نفرت انګیزۍ له هوا وركړه ۔ د اسرائیل او غزہ جنګ اثرات نه د برطانیه په ښار ساؤتھ پورټ كښې د قتل او فسادات د 2023 نه تر 2024 تر مينځه مسلم مخالف پیښې زياتې شوې۔ د ګروپ ډائریکټر ایمان عطا دا زياتوالے نِه قبلونكے او د سباون لپاره تشویشناک وګرځولو ۔ واضحه دې وي ټیل ماما يو خپلواكه او غیر سرکاري تنظیم دے كوم چې د مسلم مخالف كركې مخ نيوي له كار كوي

مزید خبریں