نړيوالې ورورولۍ له د یوکرین بحران حل کولو په هلو ځلو كښې غزہ نه ده هېرول پكار ، چین

بیجنګ ۔19فروري (اے پي پي)چین وئېلي دي نړيوالې ورورولۍ له د یوکرین بحران حل کولو په هلو ځلو كښې د غزہ پټۍ نه ده هېرول پكار۔ دا خبره د چین خارجه وزير وانګ یی په ګڼ اړخيزه لائحه عمل کولو او د نړيوال طرز په واكمنۍ كښې د اصلاحات په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غونډې نه پس پریس کانفرنس كښې وكړه۔ ده په ډاګه كړه چې ټول فریقېن …

بیجنګ ۔19فروري (اے پي پي)چین وئېلي دي نړيوالې ورورولۍ له د یوکرین بحران حل کولو په هلو ځلو كښې د غزہ پټۍ نه ده هېرول پكار۔ دا خبره د چین خارجه وزير وانګ یی په ګڼ اړخيزه لائحه عمل کولو او د نړيوال طرز په واكمنۍ كښې د اصلاحات په اړه د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل غونډې نه پس پریس کانفرنس كښې وكړه۔ ده په ډاګه كړه چې ټول فریقېن دا وخت د یوکرین بحران په حقله فکر مند دي خو يوازې بس د یوکرین مسئله نه ده بلکې نړۍ كښې نور داسې ډېر ځايونه شته كوم چې د شخړو ښکار دي لكه د غزہ شخړه ،كومې ته چې د ڼريوالې ورورولۍ پام لرنه هم پكار ده او په پس منظر كښې نه ده ساتل پكار۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د ملګرو ملتونو د اړخه د دوو ریاستونو، فلسطین او اسرائیل د قيام قرارداد منظورېدو د 70 كاله نه زياته موده تېره شوه خو په دغه پرېكړه كښې په نيمه عمل شوے ۔ د چین خارجه وزیر زياته كړه چې د اسرائیل رياست قائمېدو ډېره موده تېره شوې خو د فلسطینیانو سره اوس هم خپل هېواد نشته۔

مزید خبریں