دبۍ كښې رومېنټګ فراډ٬ نامعلومه سړي د اروپائي مېرمن نه 12 ملين درهم وتروړل

دبۍ۔18 فروري (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د دبۍ پوليس د سائبر كرائم څانګې ډائرېكټر كرنل سعيد الحاجري د سوشل مېډويا صارفين ته ځان دهوكې نه ساتلو لپاره سپارښتنه كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه ده ووئېل په سوشل مېډيا مختلف فراډونه كېږي ٬ په اوسنو كښې د يوې اروپائي مشرې مېرمن نه د افرېقې سړي په رومېنټګ فراډ كولو 12 ملين درهم تروړلي دي۔ مېرمن …

دبۍ۔18 فروري (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د دبۍ پوليس د سائبر كرائم څانګې ډائرېكټر كرنل سعيد الحاجري د سوشل مېډويا صارفين ته ځان دهوكې نه ساتلو لپاره سپارښتنه كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه ده ووئېل په سوشل مېډيا مختلف فراډونه كېږي ٬ په اوسنو كښې د يوې اروپائي مشرې مېرمن نه د افرېقې سړي په رومېنټګ فراډ كولو 12 ملين درهم تروړلي دي۔ مېرمن د خپلې تنهائۍ نه تنګه شوې وه او د هغې دوستانه د يو افريقائي سړي سره جوړه شوې وه چا چې د مېرمن د جذبات نه په ګټه پورته كولو هغې له د خپل ځان په اړه نا سمه معلومات وركړي۔ كرنل الجاجري ووئېل مشرې مېرمن چې د كوم دهوكه باز سره په سوشل مېډيا دوستي جوړه شوې وه هغه خپل ځان په دبۍ كښې مېشته مهذب او زړه راښوكونكے ظاهر كړے۔ مېرمن د هغه په خبرو كښې راغله او د ټول ژوند جمع كړې پیسه چې 12 ملين درهم وه هغه ته منتقل كړه۔ د اروپا مېرمن جې كله د دغه سړي سره ملاقات لپاره دبۍ ته راورسېده نو معلومه شوه چې كوم ايډرېس وركړے شوے ؤ هلته په هغه نوم او شكل كوم سړے نه ؤ٬ دغسې د دهوكې په معلومېدو هغې پوليس سره تماس ونيولو او كېس يې سائبر كرائم ته منتقل كړو۔ په پلټنو كولو معلومه شوه چې په كوم اكاونټ هغې سره رابطه وه هغه د دبۍ څخه نه د افريقه نه آبرېټ كېدو۔كرنل الجاجري ووئېل په سوشل مېډيا د دهوكه بازو يو بهير روان دے ځكه خلقو له پكار دي چې په سوشل مېډيا ډېر اختياط وكړي۔

مزید خبریں