کانډا ، په ټورنټو هوائي اډه الوتكه د كوزېدو په مهال اپوټه شوه، 17 مسافر ژوبل شول

اوټاوا۔18فروري (اے پي پي) د کانډا په هوائي اډه يوه مسافر الوتكه د كوزېدو په مهال اپوټه شوې د كومې په نتیجه كښې چې 17كسان ژوبل شول ،خو كوم ځاني زيان پكښې اونه شو۔ د اے ایف پي تر مخه چارواكو ووئېل پېښه د ګل په ورځ په ټورنټو هوائي اډه رامخې ته شوه ۔ چارواكو ووئېل د پیښې ښكار شوې د ډیلټا ایئرلائنز په الوتكه كښې د 76 مسافرو …

اوټاوا۔18فروري (اے پي پي) د کانډا په هوائي اډه يوه مسافر الوتكه د كوزېدو په مهال اپوټه شوې د كومې په نتیجه كښې چې 17كسان ژوبل شول ،خو كوم ځاني زيان پكښې اونه شو۔ د اے ایف پي تر مخه چارواكو ووئېل پېښه د ګل په ورځ په ټورنټو هوائي اډه رامخې ته شوه ۔ چارواكو ووئېل د پیښې ښكار شوې د ډیلټا ایئرلائنز په الوتكه كښې د 76 مسافرو نه علاوه څلور كسان د عملې هم ناست وو ۔ دوي ووئېل الوتكه د امریکی ايالت منیسوټا د منی ایپولس ښار نه راروانه وه ، چې د ورځې درې نيمو بجو ته نزدې په ټورنټو ایئرپورټ د لینډنګ په مهال اپوټه شوه ۔د طبي اسانيو وركونكې ادارې چارواكو اے ايف پي ته ووئېل په ژوبل شوو 17 كسانو كښې د دريو حالت اندېښمند دے چې پكښې يو ماشوم ، يو د 60 كالو سړے او يوه د 40 كالو مېرمن شامله ده ۔ د پیښې نه پس نور ټول شیډول پروازونه معطل کړے شوي دي۔

مزید خبریں